اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان د اروپائي ائتلاف نوې پارلمان سره د يو ډول مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ګده كار كول غواړي٬ په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې د برتانيې او د اروپاﺀ د پارلماني غړو كردار ډېر اهميت لري۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي دا خبرې د اروپاﺀ پارلمان كښې د فرېنډز آف كشمير چيئرپرسن رچرډ كاربټ په مشرۍ كښې د برتانيې او اروپاﺀ پارلمانې غړو پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې وفاقي وزير سره ملاقات كولو۔ پلاوي كښې د اروپاﺀ پارلمان كښې د هيومن رائټس كمېټۍ وائس چيئرمېن٬ د اروپائي پارلمان غړې ايرينا وان، د جے كي اېس ډي اېم آئي چيئرمېن راجه نجابت، د ائتلاف د پارلمان غړي شفق محمد، نازيه رحمان، برسلز څخه د سردار صديق خان پشمول كشمير سره تعلق لرونكو د برتانيې او اروپاﺀ د پارلمان غړي شامل وو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخَيزه اړيكو ٬ د كشمير كشالې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ ده ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره دوه اړخيزه اريكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل پاکستان د اروپائي ائتلاف نوې پارلمان سره د يو ډول مقاصدو ترلاسه كولو لپاره په ګده كار كول غواړي٬ ده ووئېل په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې د برتانيې او د اروپاﺀ د پارلماني غړو كردار ډېر اهميت
متعلقہ مضامین
-
Coalition removing financial landmines laid by IK: minister
-
Availability of food items at fixed price to be ensured: CS
-
Balochistan in media – Media in Balochistan
-
Court extended interim bail of PTI’s leaders
-
PML-N and ECP hand in glove to rig polls: Imran
-
Pak-China science foundations to launch joint exchange program
-
HEC bans colleges from offering MS, PhD degrees across country
-
Enhanced ties with Pakistan our top priority: US envoy
-
Chemistry paper leaked in four Sindh districts
-
Inquiry ordered into scholarship obtained by Shahbaz Gill’s wife
-
Minister for active participation of lawmakers in NA’s budget session
-
Experts for capacity building of media on health issues