اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د اسلام آبا په خوا و شا سيمو كښې د فېډرل سكول او كالجونو اپ ګرېډېشن او سكولونو ته د ترلاسه سهولتونو پحقله د جاج اغستو غونډهوشوه چې پكښې د قامي اسمبلۍ غړي راجه خرم نواز، پارلماني سېكترې وجيهه اکرم، د تعليم چيف٬د مانېټرنګ ډي جي او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ د تعليم چيف غونډه خبر كړه چې د وفاقي تعليمي بورډ تر سېورې لاندې د 167 سكولونو د اپ ګرېډېشن او دغي ته د ورمخې ته ستونزو تفصيلي فهرست جوړ شوے چې له مخې به ئې دغه سكولونو ته جديد سهولتونه باوري كولې شي۔ وفاقي وزير د قامي اسمبلۍ غړي راجه خرم نواز په مشرۍ كښې ملټي سېکټورل ډله جوړ كړه كومه چې به د دغه سكولونو د اپ ګرېډېشن او سهولتونو پحقله د فهرستونو بيا د سره جاج اخلي۔وفاقي وزير اسد عمر سېکټورل دلې ته امر وكړو چې په دوو اوونيو كښې تعين شويبدلونونه غونډې ته وړاندې كړئ دغسې چې لائحه عمل ورله جوړ كړے شي۔ وفاقي وزير خاص ځايونو كښې د تعليمي ادارو د ضرورت څخه هم د غونډې خبرولو امر وكړو۔ ده په غونډه كښې سپارښتنهوكړه چې د نوو سكولونو جوړول او د اپ ګرېډېشن تعين په كوم سياسي بنياد نه بلكې د ضرورت په بنياد پكار دے۔ اسد عمر غونډې ته امر وكړو چې د پخوانو منصوبو پي سي فور ته حتمي شكل وركړئ اودغه په دوو مياشتو كښې د منصوبه بندۍ وزارت كښې جمع كړئ دغسې چې په دې كار ګړندے كړے شي
متعلقہ مضامین
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
Tax depositors are encouraged to pay tax online. Mukesh Kumar Chawla
-
Security forces have given their lives to eradicate terrorism, Sheikh Rashid
-
Women rights NGO DESSI International observed International Women’s Day 2021 at Larkana
-
Ehsaas program dedicated to foster full participation of women in society: Sania Nishtar
-
Imran Khan seeks feasibility report on e-voting to curb corruption
-
President for empowering women through hereditary rights, fiscal independence
-
Provision of essential items at fair prices govt’s top priority: PM
-
NAB opposes acquittal plea of Ahsan Iqbal
-
ECC approves Ramadan Relief Package worth 7.5 billion
-
Haleem gets bail extension in scuffle with officials case
-
Property Tax: Is it about Governance or Politics?