اسلام آباد۔25جنوری(اے پی پی) د پاكستان د قامي سلامتيا ادارو لويه كاميابي تر لاسه كرې او د هند د يو بل فالس فلېګ آپرېشن منصوبه ئې په ډاګه كړې ٬ د هند د جمهوريت ورځې په موقع په مقبوضه كشمير كښې د كاروايۍ ډرامه د لائن آف كنټرول په پونچھ سېكټر كښې جوړه كړې شوې وه٬ د پاكستان استخباراتي ادارې د هند منصوبې د درېو كردارونو درك هم لګولے ۔ د هند 93 انفېنټری برېګېډ ایجنټ بشیر او دوه ملګري عالم، اسلم د فالس فلېګ آپرېشن مركزي كردار دے۔ د امنيتي ذريعو له مخې د پاكستان استخبارتي ادارو لويه كاميابي ده چې د مودي سركار د نوې ډرامې ټول سكرپټ يۍ ترلاسه كړے۔ د هند د جمهوريت ورځې په موقع په مقبوضه كشمير كښی د هند لخوا د كاروايۍ ډرامه تياره كړې شوې وه۔ د منصوبې له مخې مسټر بشير به د ځيني ځايي كسانو كارولو سره جشكوال ٬ آزاد كشمير اړخ څخه د بم يا آئي ډييز نصب كولو سره مقبوضه كشمير ته د ننوتلو هڅه كوي۔ كوم جومات ته نزدې د دې كاروايۍ ناكامه كول به ښودلې شي۔ د منصوبې له مخې هندي پوځ او پوليس به جعلي برآمدګي هم رامخې ته كړي۔ ډی اېس پی پریشنا د دې فالس فلېګ آپرېشن نګراني كوي۔ په منصوبه كښې د 93 برېګېډ ډوګرا رجمنټ ډږۍ د چمتو ساتلو سره جعلي رېكوري ښودل دي۔ د فالس فلېګ آپرېشن مقصد په مقبوضه كشمير كښې د كارروايۍ تور لګولو سره په نړۍ كښې پراپېګنډا كول دي۔ د پاكستان استخباراتي ادارو دا منصوبه د وړاندې نه په ډاګه كولو سره مودي سركار ته سخت زيان رسولے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Ayub Afridi assumes charge as PM’s adviser on OP&HRD
-
Three killed in car, pick-up collision in Nankana Sahib
-
Yousaf Raza Gillani grieved
-
50,000 scholarships being provided under Ehsas: Dr Sania
-
552nd birth anniversary of Baba Guru Nanak observed
-
Action against approvers of Nasla Tower construction plan demanded
-
ZEM Builders win ‘Brand of the Year’ award
-
PTI fulfilled expats’ demand of right to vote: Buzdar
-
Pakistan interested in strong linkages, learning from best CPA practices: Shahzad
-
ECP orders investigation as PML-N, PPP trade blame
-
IPO Pakistan members attend national security moot
-
IHC seeks written arguments in Imran Farooq murder case