اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د پومبې كرونده ګرو لپاره لويه پرېكړه كولو سره د روان كال په مهال د پونمې بيعه 8500 روپۍ من (40 كلو) د مقرر كولو اصولي منظوري وركړې او هدايت يۍ كړے چې د پونمبې سپورټ پرائس دې زر تر زره اقتصادي رابطه كمېټۍ ته منظورۍ لپاره وړاندې كړے شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د زرعی ټاسک فورس د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، سید نوید قمر، طارق بشیر چیمه، د پنجاب لنډ مهاله اعلی وزير سيد محسن رضا نقوي ٬ د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې د تېر كال سېلاب ٬ بارانونو او د نهري اوبو د كمي او د سرې ستونزې د لاسه د پومبې پېداوار كښې زيات كمے رامخې ته شوے ٬ د روان كال په مهال د پومبې د مجموعي پېداوار اندازه 12.77 ملین بېلز لګولې شوې ٬ هيله ده چې د پومبې سپورټ پرائس او د حكومتي اقدامات په نتيجه كښې به د پومبې د كر سره في اېكړ پېداوار هم زيات شي۔۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې صوبائي حكومتونه دې كرونده ګرو ته د پومبې د ټاكل ېبيعې رسول باوري كړي٬ وفاقي حكومت به په ټاكلي سپورټ پرائس عملدرآمد له د صوبائي حكومتونو هره ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د پومبې في اېكټر پېداوار زياتولو له په ترجيحجي بنيادونو كار كوي۔ ده ووئيل پومبه د پاكستان زرمبادله ګټونكے فصل دے٬ دغسې دا زمونږ ټېكسټائل صنعت لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬ مونږ به د پومبې كرونده ګرو ته آسانۍ وركولو سره كه پاك پرودګار ته منظور وي د دې پېداوار لا زيات كړؤ چې ورسره به نه يوازې ټېكسټائل برآمدات زيات شي بلكې د پومبې په درآمد كولو مصرف كېدونكې زرمبادله به هم بچ كړې شي۔ دغسې وزيراعظم په سمدستي توګه په دې اقدامات د عمل درآمد هدايت هم وكړو
متعلقہ مضامین
-
Murders happen when young people are emotionally charged: Khattak
-
Maryam delights at PML-N victory
-
PR revives steam engine for tourism from Pindi
-
Sialkot incident will not have impact on two countries: SL high commissioner
-
Over 12 inmates escape police custody
-
MoU signed to promote girls education
-
IHC asks ECP to continue proceeding in Faisal Vawda disqualification case
-
Army pays tribute to Maj Shabbir on 50th martyrdom anniversary
-
Session of ECP to review report on PTI foreign funding case
-
Private schools deny proposed closure in smog-hit districts
-
PM confident of 1pc increase in economic growth by fiscal year’s end
-
Campaign for local bodies’ election gains momentum in KP