اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په سوشل ميډيا د پاك پوځ په سرلښكر سيد عاصم منير د قاتلانه بريد مهم چلولو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د پاك پوځ سرلښكر په ضد ناوړه، د غندنې وړ او شر پارونكې ميډيا مهم د شېطاني ذهن منصوبه بندي ده۔ د مئي 9 مې نېټې پلان جوړونكو ٬ سهولت كارانو او هېنډلرز ته دا ښكاره پېغام دے چې د پاکستان او د دې د ادارو په ضد هر سازش به ناكامه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ سرلښكر په ضد ناوړه، د غندنې وړ او شر پارونكې ميډيا مهم د شېطاني ذهن منصوبه بندي ده۔ سازشي ذهن لرونكي عناصر په هېواد كښې د سياسي او معاشي استحكام په ضد يو وارې بيا فعال شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل د شهيدانو په ضد د غليظ ميډيا مهم چلوؤنكو نوې ميډيا مهم هم د دغې يوې منصوبې كړۍ ده۔ وزيراعظم اړوندو ادارو ته د ميډيا مهم چلوؤنكو په ضد د هېواد دننه او بهر د اقداماتو كولو هدايت كولو سره وئيلي چې پاك پوځ او ددې د مشر په ضد ميډيا مهم د آزادي اظهار په زمره كښې نه راځي٬ دا يوازې سازش دے بشپړ قوت سره ددې مخنيوي قانوني فرض دے۔ اولس به هم دا ناوړه سازش ناكامه كړي لكه څنګه چې يۍ د مئي په 9 مه نېټه په هېواد كښې د كورنۍ جهګړې سازش ناكامه كړې وو۔ وزیراعظم ووئيل مايوس عناصر به په هېواد كښې نوي بحران رامخې ته كولو ته پرېښودلې نه شي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي قام خپل پوځ او د دې مشر سره ولاړ دے۔
متعلقہ مضامین
-
PFA disposes off 5500 litres adulterated milk
-
PMD forecast rain from Tuesday till Thursday
-
Historical Saidpur village attracts visitors
-
Govt lifts ban on tourists entry in Murree
-
PNCA starts registration in ‘Arts Lovers Club’
-
Pakistan reports over 5000 fresh COVID cases today
-
Maize-soybean strip intercropping to reduce import bill by 50%
-
3,648 diagnosed with Covid-19 in Sindh
-
Court indicts GB ex-judge Rana Shamim in contempt case
-
Around 4451 acres of Railways land leased out in 3 years: Official
-
Japanese ambassador calls on Hammad Azhar
-
Strict restrictions on public gatherings urged