اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي چې د قامي سلامتيا چارو په اړه خبره دې ذمه وارۍ او احتياط سره وكړې شي٬ پاكستان مونږ لپاره تر ټولو مقدم دې۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د شمالي وزيرستان قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د اعتراض په نكته سپيكر ووئيل چې په هېواد كښې امن په ځايې كولو او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره امنيتي ځواكونه د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي٬مونږ له د هغوي بشپړه ملاتړ پكار دې۔ ده ووئيل چې د قامي سلامتيا چارو په اړه دې خبره ذمه وارۍ او احتياط سره وكړې شي او په دې معاملاتو بايد سياسي پوائنټ سكورنګ ونكړے شي۔ سپيكر ووئيل چې تر ټولو زيات مقدم پاكستان دې٬دا ايوان د پاكستان په ضد د خبرې كولو فورم نه دې۔د دې څخه وړاندې علي وزير د اعتراض په نكته ووئيل چې موجوده حكومت مونږ ته د ستونزو حل كولو باور راكړی وو٬مونږ د كوم شرط نه بغېر د حكومت ملګرتيا كړې٬ماته په ايوان كښې د خبرې كولو موقع نه راكولې كېږي۔ده ووئيل چې كله په افغانستان كښې د طالبانو حكومت جوړ شو نو په دې ايوان كښې وئېلي شوي چې افغانانو د غلامۍ زنځيرونه مات كړل۔اوس د افغانستان څخه د ترهه ګرۍ خبرې كېږي۔ده ووئيل چې په باجوړ كښې د ځانمرګي بريد خبرې اترې د افغانستان سره تړلې كېږي٬په دې اړه د عملياتو په ځاې په افغانستان كښې برسراقتدار حكومت سره خبره وكړی شي
متعلقہ مضامین
-
Secretary Health visits THQ hospital
-
Uplift projects to bring prosperity: AJK PM
-
Senate refers three bills to committees
-
CPPA seeks Rs3.12 per unit increase in power tariff
-
SC suspends LHC order
-
Youth urged to counter fifth generation war
-
PMD forecast light to moderate rain with thunderstorm in parts of the country
-
PM to undertake one day visit to Bahawalpur
-
Free medicines, insulin available at Hyderabad’s five major hospitals
-
PM to pay four-day visit to China on Feb 3
-
IIOJK people to always remember Pakistan’s unflinching support for Kashmir cause: Gilani
-
COVID-19 succumbs another 42 lives in last 24 hours