پېنډۍ 23 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئيلي دي چې د پاكستان غېر مستحكم كوؤنكي دښمن ايجنډې لاندې د كار كوٶنكو ترهګرو٬ د دوي د ملګرو او د دوي ډاډګيرنه كوٶنكو تعاقب به تر هغه وخت كولې شي تر كومې دوئي د رياست په وړاندې خپلې وسلې څخه لاس په سر شوې نه وي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د سوئيلي جنوبي وزيرستان آسمان منزہ سره نزدې د شېروانګۍ سيمې دوره وكړه چرته چې پرون د پاك پوځ شپږ ځوانان د ترهګرو په مړانه مقابله كولو په مهال شهيدان شوي وو۔ شېروانګۍ ته په راتګ سرلښكر ته د موجوده انټيلي جنس او د ترهګرۍ مخنيوي د كاروائيو پشمول د موجوده امنيتي وضعې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ سرلښكر په سيمه كښې تعينات افسرانو او عسكرو سره خبرې وكړې او د ترهګرۍ خاتمې لپاره ئې د دوي د غېر متزلزل عزم ستائنه وكړه۔ سرلښكر ووئيل مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرؤ او په پاكستان كښې د بشپړه امن او استحكام بحالۍ لپاره به د دوي قربانۍ عبث نه شي۔ د دې نه وړاندې شېروانګي ته په راتګ د پېښور كور كمانډر د سرلښكر جنرال عاصم منير هركلے وكړو
متعلقہ مضامین
-
Political activities reaches climax ahead of LB election
-
IGP takes notice of man’s death by kite string
-
Taliban welcomes UN’s continued Afghanistan presence
-
PMD forecast rain for various parts of country
-
KPL roadshows hosted in London, Birmingham
-
Section 144 imposed for two months in Islamabad
-
At Geneva-based UN panel, Pakistan’s calls ‘reckless’ India’s missile firing into Pakistani territory
-
OIC-CFM to provide opportunity in addressing Ummah’s issues: FM
-
PTI enjoys public, parliamentary support in KP: CM
-
Beaconhouse School Harley Street Campus observes sports day
-
FM Qureshi, Egyptian FM discuss bilateral ties, global issues
-
Bilawal, Shahbaz orchestrated drama to hide corruption: minister