اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې په لويه شمېره كښې د آزاد كانديدانو كاميابي د دې خبرې څرګندونه ده چې ټاكنې سپېځلې وې٬ امنيت ته د پېښو خطرو له امله موبائل سروس بند كړے شو٬ په پاكستان كښې په انټرنېټ او سوشل ميډيا كوم بندېز نه وو٬ د ټاكنو په ورځ فكسډ براډ بېنډ سهولت په بشپړه توګه فعاله وو ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاکټر طارق محمود هم موجود وو۔ وفاقی وزیر د سولييزو ټاكنو په كېدو د پاكستان اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل چې نګران حكومت د خپلې وعدې له مخې ټاكنې وكړې۔ ده ووئيل نګران حكومت تېر كال په 17 اګست سوګند پورته كړې وو او لوظ يۍ كړې وو چې الېكشن كمېشن ټولټاكنو له كومه نېټه مقرر كړي هم په هغې به كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه ډېرې بې بنسټه ډنډورې وكړې شوې خو مونږ ته د دې په باوري كېدو زياته خوشحالي شوې ده۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د سیکورټی له امله انټرنېټ سروس بندولے شي۔ په كال 2022ء كښې د نړۍ په 35 هېوادونو كښې 187 ځله د انټرنېټ سروس بند كړے شوے وو۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد په دې سيمه كښې تر ټولو اوږد جنګ كړے دے۔ زمونږ په زرګونو كسان شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل تېره ورځ په 61 پېښو كښې 16 كسان شهيدان شول۔ د ټاكنو څخه يوه ورځ وړاندې 28 كسان شهيدان كړې شول۔ د 15 جنورۍ څخه وروستو 47 پېښې رامخې ته شوې په كومو كښې چې د 7 آئی ای ډیز او 26 ګرېنېډ بمونو پېښې وې۔ ده ووئيل تېره ورځ د کامن وېلتھ آبزرور ګروپ مشر هم ووئيل چې كله موبائل او انټرنېټ سروس موجود نه وو هغه وخت هم جمهورت او ټاكنې وې۔ ده ووئيل د موبائل سروس بندېدو دلاسه خلك ستونزو سره مخ شول خو د وګړو د ځانونو تحفظ زيات ضروري وو۔ ده ووئيل د وګړو د ځانونو تحفظ د امنيتي ادارو او داخله وزارت ذمه واري ده۔ د امنيتي خطرو له امله فون سروس بند ساتلے شوے وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د آزاد كانديدانو ټاكنه د دې خبرې عكاسي كوي چې ټاكنې سپېځلې شوي دي دي
متعلقہ مضامین
-
هېواد څخه د ترهه ګري نوغي ويستلو لپاره لوظي يو٬امنيتي ادارې هېواد د امن مركز جوړولو لپاره هڅې كوي
-
وزيراعظم عمران خان سره د قامي روغتيا په اړه خاص صلاحكار ډاكټر ظفر مرزا وليدل
-
د سېنېټ غونډه٬تهران كښې د وزيراعظم بيان په اړه د پام راګرځونې نوټس وځنډولې شو
-
سېنېټ د پی آئی اے هيډ کوارټرز اسلام آباد ته د نه منتقل كولو قرارداد منظور كړو
-
كه شاهد خاقان عباسي ته د كرپشن تعريف معلوم وې نو كم از كم عدالتي مفرور ته به ئې د وزيراعظم الوتكه كښې د تېښتې موقعه نه وركوله ، عمر سرفراز چیمه
-
حکومت په هره كچه د لوبو ودې لپاره هڅې كوي۔ ډاکټر فهمیدہ مرزا
-
د قمر زمان كائره د ځوئي د جنازې لمونځ ادا كړې شو
-
د وزيراعظم د پرېكړو خواږه به ډېر زر اولس ته اورسي
-
ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وفاقي وزير علي محمد مهر په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه
-
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د روس هم خپل هم څنګ سرګئے لاروف سره بشكيك كښې پھ شريكه اعلاميه لاس ليك
-
وزيراعظم عمران خان سره د بزنس كميونټي پلاوي ملاقات
-
د پاك پوځ په پوسته بريد د غندنې وړ دے۔عمر ايوب