اسلام آباد 25 مئی (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې نن د سرمایه كارۍ سهولت كونسل (اېس آئی اېف سی) په زړه پورې كردار ترسره كوي۔پاكستان ګڼ شمير وسائل لرونكې هېواد دے،كه د ټولو ستونزو باوجود پاكستان اتومي طاقت جوړيدلې شي نو د هېواد پرمختګ او سوكالي هم ناممكن نه ده ،څلورو واړو صوبو او وفاق له به په ګډه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له محنت كول وي ۔ ده د خالي په ورځ خصوصی سرمایه كارۍ سهولت كونسل غونډي ته وينا كوله۔په غونډه كښې سرلښكر جنرال سید عاصم منیر، صوبائی اعلی وزيرانو او د كونسل غړو ګډون وكړو۔غونډي ته په خپله وينا كښې وزیر اعظم وئويل د كونسل په غونډه كښې مونږ په مهمو چارو د خيالاتو څركندونه كړې ۔سرمایه كاری سهولت كونسل كښې سول او پوځي افسرانو په ګډه د يو متحده ډلي په شان شپه ورځ كار كوي۔اوسنيو كښې سعودی عرب،متحده عرب امارات دورو پشمول د نورو هېوادونو پلاويو سره ملاقاتونه شوي په هغې ډير خوشحاله شوې يم چې هغوي د سرمایه كاری سهولت كونسل په اړه د باور څرګندونه كړې۔ده ووئيل اېس آئی اېف سی په 2022 كښې جوړ شو نو هغه وخت په دې اړه خدشات ظاهر كړې شوې ؤ چې خو د وخت سره سره د دې افادیت،كاركردګۍ او كامیابیو د ناقدینو خوله بنده كړې۔ده ووئيل ما د دې كونسل د جوړولو بشپړه تائید كړې ؤ ، د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې نن اېس آئی اېف په زړه پورې كردار ترسره كوي۔صوبائی قیادتونو مننه كوم كوم چې په دې كونسل بشپړه باور كوي۔امارات او سعودی عرب د اړخه د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ لپاره سرمایه كارۍ په اعلانات عملدرآمد به د دې كونسل د لارې كېږي۔ده ووئيل مونږ له به پاكستان يو سوكاله او فعاله هېواد جوړول وي۔ وخت به راځي چې پاكستان به خپل مقام بيا ترلاسه كوي۔چرته به چې پرمختګ او روزګار وي۔ده ووئيل مونږ به اتومي هېواد سوكاله هم جوړوو۔وزیر اعظم وئويل صوبو له وسائل وركولو سره زمونږ سره څه هم نه پاتې كېږي ټولو به په ګډه ھلې ځلې كول وي۔دا يو مشكل مزل دے خو مونږ به د پرمختګ او سوكالۍ منزل ترلاسه كوو۔
متعلقہ مضامین
-
PM directs mechanism to reduce Metro Bus fares for public
-
UN urges Taliban to follow other Muslim states on women’s rights
-
US Assistant Secretary’s visit highlights 75th anniversary of bilateral ties
-
Shandur polo: a historical festival of Game of Kings to promote adventure sports concludes
-
New audio leak reveals Bushra Bibi ordering traitor trends
-
Govt ready to raise basic power tariff by Rs7.91 under IMF condition
-
Medical board report reveals age of Dua Zehra between 15-16 years
-
Meeting demands education policies, budget allocations as gender sensitive
-
Moderate rain brings respite for Karachiites
-
653 fresh Covid-19 cases reported: NIH
-
Pak-US exchange programs critical to perception management: Masood
-
Court exempts PM, Punjab CM from personal appearance