شېنزن 05 جون (اے پي پي) د وزيراعظم چين دورې په مهال وفاقي وزيرانو عبدالعليم خان او جام کمال خان د چين کمپنيو سره دوه اړخيزه لوظنامې كړي ۔ د شورو په ورځ د منصوبه بندۍ كمېشن لخوا د جاري اعلاميه له مخې په دې لوظنامو كښې د پاکستان بورډ آف انويسټمنټ، کامرس او د نيشنل فوډ سکيورټي د چين ادارو سره بزنس ټو بزنس هڅې شاملې دي٬ وفاقي وزيرانو عبدالعليم خان او جام کمال خان د کمپنو سي اي او سره ملاقاتونه كړي٬ د چين چنګ ډاؤ ګروپ، ژنګ جيانګ پلاوي هم د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان سره مهمه غونډه شوې٬ د چين کمپنو د پاکستان په بېلا بېلو مهمو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره خوښي څرګنده كړې او په لوظنامه لاسليك شوے٬ په زراعت، فرټيلائزر، آئي ټي، موبائل مينو فيکچرنګ، فارما سوټيکل، فټ وئير او د فائبر په څانګو كښې به سرمايه كاري كېږي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل په بزنس ټو بزنس هلو ځلو كښې به د چين كمپنو ډاډګيرنه كوٶ٬ حكومت به يواځې سهولت كار وي٬ سرمايه کارۍ لپاره به پاكستان كښې نجي څانګې ته فري هېنډ وركولې شي۔ ده ووئيل د چين او پاکستان بزنس کميونټۍ ترمېنځه به دوه اړخيزه اشتراك خوشبينه ثابت شي، د توان، انفراسټرکچر ډويلپمنټ، فارمنګ، انجينئرنګ کنسټرکشن او په لاجسټک څانګو كښې به هم سرمايه كاري كېږي٬ دغسې سرمايه کارۍ لپاره هوټلنګ، ټور ازم، کلتور، سپورټس ګډز، ټيکسټائل، ډېکو رېشن انډسټري او د ائير پورټ ډيزائنګ شامل دي۔ سولر پينل،آپټيکل فائبر کېبل، سټيل سټرکچر، منرل ډويلپمنټ او پلاسټك څخه د آلودګي په خاتمه هم خبرې شوي۔ ده ووئيل د چين دورې په مهال پاکستان څخه د نوموړو كاروباري شخصياتو ګډون د ډاډ وړ دے۔ په دې مهال وفاقي وزيرانو عبدالعليم خان او جام کمال خان د چين مهمو کاروباري ډلو سره مشاورتي غونډې او په اېم او يوز لاسليكونه كړي ٬ دغسې د پاك چائنه بزنس کنفرنس څخه به معيشت لا قوي شي
متعلقہ مضامین
-
Timely completion of dams top priority of government : Khurshid
-
IHC disposes of plea against arrest of TV anchor
-
Rangers organize medical camps for prevention of lumpy skin disease
-
Marriyum, ISPR DG review arrangements for Pakistan’s diamond jubilee celebrations
-
Marriyum, ISPR DG review arrangements for Pakistan’s diamond jubilee celebrations
-
Rs 360 mln funds released for rescue, relief activities: PDMA
-
PM orders inquiry into criminal delay over Gwadar breakwater project
-
PM orders inquiry into criminal delay over Gwadar breakwater project
-
DG PSED reviews emergency response arrangements for Eid
-
LWMC issues sanitation plan for Eid-ul-Azha
-
LWMC issues sanitation plan for Eid-ul-Azha
-
KP govt decides to provide transport facility to girl students