اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د پارلمان د دواړو ايوانونو شريكه غونډه د ګل په ورځ ماښام 4 بجې كېږي۔ دې غونډې ته به اولس مشر ډاكټر عارف علوي خطاب كوي۔ د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د صدارتي خطاب په مهال ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې دې۔ په دې مهال به د خصوصي بلنې نه لرونكو ته د پارلمان حدونو ته د ننوتو اجازه وركولې نه شي۔ د پارلمان داخلي لارې او چاپېرچل كښې به امنيت ټينګولې شي۔ غونډې څخه وړاندې به د ټولو پارلماني ګوندونو غونډې كېږي په كومو كښې به چې د صدارتي خطاب په مهال پارلماني ګوندونه خپلې حكمت عملۍ ته حتمي شكل وركوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جولائي 25 مې نېټې ټول ټاكنو په نتيجه كښې جوړې شوې قومي اسمبلۍ ته به د اولس مشر دا اولنې خطاب وي۔ دې نه وروستو به د قومي اسمبلۍ پارلماني كال په باقاعده توګه پېل شي۔ د اولس مشر د پارلمان دواړو ايوانونو ته د هر پارلماني كال په پېل خطاب كول يوه آئيني غوښتنه ده په دې كښې اولس مشر خپل خطاب كښې سېنېټ او قومي اسمبلۍ ته ګائيډ لائن وركوي۔ دا غونډه د جمعې په ورځ د ستمبر په 14 مه نېټھ رابللې شوې وه ولې د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د كورودانې كلثوم نواز وفات په سبب د وزيراعظم عمران خان په هدايت ددې غونډې شېډول بدل كړې شو
متعلقہ مضامین
-
CM directs to remove corrupt officials within a week
-
Sialkot-Kharian-Rawalpindi Motorway to be a game-changer infrastructure project: PM
-
Opp to take up issue of murders in Sindh Assembly: Haleem
-
Law passed for smooth passage of emergency vehicles in Islamabad
-
APHC condemns Indian General Rawat’s shameful remarks
-
China applauds CPEC Authority for hosting meeting of Chinese companies: Zhao Lijian
-
VCs in universities appointed on merit
-
President emphasises on virtual education to increase enrollment
-
IG Punjab orders to speed up operations against people causing anti-environmental activities
-
WorldCall, Akhuwat join hands to set up Blockchain Centre of Excellence
-
Islamic scholars declare smoking impermissible and undesirable
-
Need for dialogue on ecological governance urged