اسلام آباد 09اکتوبر(اے پي پي) الېكشن كمېشن د پنجاب آئي جي امجد جاوېد سليمي د تعيناتۍ نوټيفيكېشن معطل كړو او د اسټېبلشمنټ ډويژن د سېكتر څخه يې په دوه ورځو كښې وجوهات غوښتلي۔ د الېكشن كمېشن لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكتر ته د الېكشن كمېشن لخوا په ليكل شوي خط كښې وئيلي دي چې ضمني ټاكنې د اكتوبر په 14مه نېټه كال 2018م كښې كېدونكي دي٬ د دې څخه وړاندې د پنجاب آئي جي تبادله د كمېشن د ضابطه اخلاق خلاف ورزي ده كوم چې د ضمني ټاكنو په اړه په تبادلو او تعيناتۍ بندېز لګولې دے۔ په خط كښې هغه خبر كړے شوے چې د اسټېبلشمنټ ډويژن لخوا د اكتوبر د 9مې نېټې جاري شوې نوټيفيكېشن معطل كړے شوے او دې سره سره الېكشن كمېشن د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكتر ته هدايت كړے چې هغه په دوه ورځو كښې دننه د وجوهات وضاحت وكړي ولې چې الېكشن كمېشن د احكاماتو پابندي نه ده كړې
متعلقہ مضامین
-
NA body asks MoCC to hold inquiry of COP-26 delegation visit
-
New LG system to result in composite development: Buzdar
-
Sindh asks SC to allow regularisation of ‘illegal’ buildings
-
Senate panel seeks govt ads details during PML-N tenure
-
Punjab reports 81 dengue cases, 2 deaths
-
PPP govt has ransacked Sindh, says Haleem
-
Govt to provide opportunities to women: Governor
-
PM Imran Khan meets differently-abled artist
-
Kazam Khan elected as new president of CPNE, unjust distribution of ads and raids on printing presses criticized
-
Efforts being made to end mistrust between people and police: IGP
-
Pakistani UN peacemaker martyred in Central African Republic, confirms ISPR
-
Pakistan reaffirms commitment to end HIV/AIDS by 2030