اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر بالي كښې د انډونيزيا خپل همڅنګ او د نړيوال بانك صدر پشمول يو شمير مشرانو سره ملاقاتونه كړې څوك چې د نړيوال بانك ٬ آئي اېم اېف ګروپ په كلنو غونډو كښې ګډون په لړ كښې د انډونيزيا په دوره تللې ۔ د ملاقاتونو په مهال په دوه اړخيزه چارو او د شړيكې خوښې په بېلا بېلو معاملو خبرې اترې شوې۔ د انډونيزيا خپل هم منصبې سري ملاياني اندراوتي سره ملاقات كښې اسد عمر په دې خبره زور رواړو چې د ترجيحي تجارتي لوظنامې د جامع جاج اخستو نه پس به پاكستان ته د اضافي ټېرف لائنز وركولو عمل ګړندې كړې شي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې د پراختيا په چارو هم خبرې وشوې۔ د انډونيزيا وزېرې اسد عمر ته په منصب مباركي وركړه ۔ بلخوا د خزانې وزير اسد عمر د نړيوال بانك صدر ډاکټر جم یانګ کم سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او نړيوال بانك ترمېنځه د مرستې د اوسنۍ وضع جاج واخستې شو۔ اسد عمر د نړيوال بانك صدر د نوي حكومت د وژن او ترجيحاتو نه خبر كړو۔ د خزانې وزير د ملټي لېټرل انوسټمنټ ګارنټي اېجنسۍ او د او اي سي ډي سنيئر چارواكو سره هم ملاقاتونه كړي۔ د يادونې وړ ده د نړيوال بانك /آئي اېم اېف ګروپ غونډو كښې د 189 هېوادونو د 15 زرو نه زيات استازي ګډون كوي كومې چې د انډونيزيا په بالي ښار كښې د لسم اكتوبر نه تر څلورلسم اكتوبر كېږي۔ د خزانې وزير په مشرۍ كښې د پاكستان مركزي بانك ګورنر ٬ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر او د فنانس ډويژن خاص سېكتر پشمول پلاوي د پاكستان نمائندګي كوي۔
متعلقہ مضامین
-
PM Khan inaugurates Pak-China Business Investment Forum
-
IHC serves notice to PM on Khawaja Asif’s plea
-
Danial Schon declared Man of the Year for 2021 in Pakistan by People Magazine
-
Police recover 7-year-old child from Chakwal
-
Passing out parade of aero apprentices held
-
Political dwarfs depend on rumour mongering for survival: Fawad
-
Pakistan remains committed, stands in solidarity with Kashmiris: Ambassador Janjua
-
Educational institutions in Punjab reopen after winter holidays
-
Abid Ali to reach home today following successful rehab
-
Heavy rainfall continues in different parts of country
-
30 more cases of Omicron, 756 of Covid detected: Murad
-
Relief items dispatched for Balochistan