لاهور 16 اکتوبر(اے پي پي ) پنجاب اسمبلۍ روان مالي كال 19-2018 لپاره د 20 كهربه 26 اربه 51 كروړه روپو حجم بجټ وړاندې كړے٬ بجټ كښې د ريونيو د وصولۍ په مد كښې 16 كهربه 52 اربه روپۍ اندازه لګولې شوې ٬ فېډرل ډويژيبل پول څخه پنجاب ته 12 كهربه 76 اربه روپۍ امدن تر لاسه كېدونكے دے ٬ د صوبائي ريونيو په مد كښې 376 اربه روپۍ او نان ټېكس رېونيو په مد كښې سل اربه روپۍ شاملې دي٬ د مالي كال 19-2018 د روانو خرڅونو ټوله اندازه 12 كهربه 64 اربه روپۍ لګولې شوې ٬ د تنخاګانو په مد كښې 313 اربه روپۍ ٬ د پنشن په مد كښې 207 اربه روپۍ ٬ مقامي حكومتونو لپاره 438 اربه روپۍ او سروس ډليوري خرڅونو لپاره 305 اربه روپۍ فنډ بېل كړې شوې ٬ دغسې كلن پرمختيائي خرڅونو لپاره 238 اربه روپۍ د بېلولو تجويز دے٬ مالي كال كښې تعليم لپاره 373 اربه روپۍ كوم چې د تېر مالي كال په مقابل كښې 28 اربه روپۍ زياتې دې ٬ د صحت څانګې لپاره په مجموعي توګه 284 اربه روپۍ بېلې كړې شوې چې كومې چې د پرمختيائي پروګرام 14فيصده دي٬ صوبه كښې د پاكو اوبو او نكاس آب كلن پرمختيائي پروګرام كښې 20 اربه 50 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې د٬ په بجټ كښې ماحولياتي الودګۍ مخنيوي لپاره 6 اربه 30 كروړه روپۍ لګښت سره د انوائرنمنټ انډومنټ فنډ پېل كړې شوې۔ حکومت پرېكړه كړې چې بجټ كښې به نوې ټېكس نه لګوٶ
متعلقہ مضامین
-
FBR’s tax collection for first half rises by 32.5%
-
PM should have quit before fuel hike: opposition
-
ECP to hear PTI foreign funding case tomorrow after seven years
-
Pakistan records 630 new COVID cases in last 24 hours
-
Punjab may extend winter vacations in Schools
-
NEPRA allows K-electric to increase power tariff by Rs1.07 per unit
-
GCC secretary general reaches today
-
KP govt declares three tourists’ spots as ITZs
-
Govt making efforts to facilitate pilgrims: Hasaan Khawar
-
Various vehicles stranded near Pak-Iran border in heavy rainfall
-
PAF pays tribute to first CAS Air Marshal Asghar Khan
-
SC stops cantonment boards from sealing private schools