اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د هاؤسنګ اېنډ وركس وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئيلي دي د هېواد بې وزله او كم آمدن لرونكو ته د 50 لكه كورونو وركولو له’’نیا پاکستان هاؤسنگ پروگرام‘‘په زړه پورې منصوبه ده۔ دې سره به نه يوازې كم آمدن لرونكو ته د سر سورې وركړې شي بلكې په لويه كچه به د روزګار موقعې رامخې ته شي او اقتصادي هلې ځلې به هم زياتې شي۔ دا په بنيادي توګه د نجي څانګې منصوبه ده په كومه كښې به چې حكومت مرسته كوي۔ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل نیا پاکستان هاؤسنګ پروګرام په بنيادي توګه د شخصي څانګې منصوبه ده۔ په دې كښې به د هاؤسنګ اېنډ ورك وزارت كردار هسې په نامه وي۔ دې منصوبې لپاره شخصي څانګې له كورونه جوړول دي۔ ځائي او بهرني سرمايه كار به دې كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئېل په دې لړ كښې به دوه اتھارټيز كار كوي يو ’’نیا پاکستان هاؤسنګ اتھارټی‘‘۔ د دې څارنه به وزيراعظم عمران خان پخپله كوي۔ د مالي معاملاتو كتنې له به فنانشل رېګولېټري اتھارټي جوړولې شي۔ ده ووئېل د وزيراعظم د وعدې ترمخه دې منصوبې سره اړوند ټول كارونه به په 90 ورځو كښې ترسره كولې شي او دې نه وروستو به په منصوبه عملي كار پېل شي۔ ده ووئيل كوم 7 پائلټ ضلعې چې اعلان كړې شوي هغو كښې اسلام آباد كښې كار پېل شوې۔ پېپر ورك بشپړولې شي او ډېر زر به په اولس زېرې وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan progressing economically: Ashrafi
-
PMSA rescues eight stranded fishermen, tow boat to Ormara
-
History made: Justice Ayesha Malik takes oath as first female judge of SC
-
8 die,16 injured in rain, snowfall related incidents in KP: PDMA
-
Dry, cold weather forecast for city
-
IRSA releases 40602 cuseces water
-
LHC declares Ravi Urban Project unlawful
-
Pakistan reports 5196 new COVID cases, 15 deaths in last 24 hours
-
Pakistan remain fastest growing economy: Ali Muhammad
-
Former DG NAB appointed PM’s accountability czar
-
SU holds 3-day moot competition
-
PM’s China visit to boost CPEC pace: FM