اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي قامي تعليمي پالېسي د موجوده امتياز لرونكې تعليمې نظام په ځاې د يو ډول نظام تعليم رامخې ته كولو په غرض جوړه شوې٬ د دې مقصد د غېر منصفانه نظام تعليم خاتمه او د قام تخليق كول دي۔د ځوانانو هنرمندۍ ته خاص پام لرنې ته اړتيا ده۔ده د شورو په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې د قامي تعليمي پالېسۍ فريم ورك په اړه د بريفنګ مشري كوله۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود٬د پنجاب د تعليم وزير مراد راس٬د خېبرپښتونخوا د تعليم صلاحكار ضياﺀ الله بنګش وفاقي او صوبائي سېكتران او سينئر افسران هم د بريفنګ په مهال موجود وو۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د قامي تعليمي پالېسۍ فريم ورك په اړه بريفنګ وركړو او د سكولونو څخه بهر ماشومانو٬امتيازي تعليم٬معياري تعليم او د سكيل ډوېلپمنټ معاملاتو بېل چېلنجونه يې په ګوته كړل۔ده ووئيل قامي تعليمي پالېسي فريم ورك دې مقصد ترمخه جوړېږي چې ټولو ماشومانو له د معياري تعليم برابر موقعې باوري كړی شي۔وفاقي وزير په ټول هېواد كښې د تعليم يو ډول معيار لپاره د سټيك هولډرز ترمينځه اتفاق پېدا كولو له د قامي نصابي كونسل تجويز هم وړاندې كړو۔د پنجاب د تعليم وزير مراد راس او د خېبرپښتونخوا د تعليم صلاحكار ضياﺀ الله بنګش هم تعليمي سېكټر كښې د سباؤن روډ مېپ په حقله وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔وزيراعظم په قامي او صوبائي كچه هڅې ستائېلو سره ووئيل قامي تعليمي پالېسي د موجوده امتيازي نظام تعليم په ځاې د يو ډول نظام تعليم رائج كولو په غرض جوړه شوې٬ دغسې د ځوانانو هنرمندۍ ته خاص پام لرنې ته اړتيا
متعلقہ مضامین
-
Federal Minister awards Bint-e-Hawa titles to prominent women
-
Woman gives birth to quadruplets in Sargodha
-
Shehbaz vindicated, Imran exposed in Saaf Paani case: Marriyum
-
PM to present Sehat Insaf Card to 15 million people of Bahawalpur Division
-
Special education in Sindh being improved: SACM
-
Another dengue case reported in Punjab
-
Balochistan govt to form special force for preservation of wildlife
-
CM has directed speedy completion of projects in South Punjab: Khawar
-
Pakistan, China collaboration to play key role for averting Afghanistan’s crisis: Dr Moeed
-
Saudi Ambassador calls on Omar Ayub
-
Entire nation stands with army: Ulema
-
Red carpet rolled out as Imran lands in Beijing