اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار اپريدي وئيلي دي كه پاکستانې قام چیلنج كړې شو نور لا سرپرائز به وركړې شۍ٬ حكومت ٬ اولس او زمونږ مېړني وسله وال ځواكونه به د هېواد تحفظ له بې غوري نه كوي٬ ميډيا له د حالاتو په نتاظر كښې رپورټنګ كول پكار دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاكستان پيس كولېكټيو تر سېوري لاندې په بحريه پوهنتون كښې ميډيا او د شخړو پحقله نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد بې شمېره قربانۍ وركړې او اوس هر پاكستانې هېواد لپاره د قربانۍ خوښي لري۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د وسله والو ځواكونو د بې مثاله قربانو اعتراف په نړيواله كچه شوې٬ د پوځ قربانۍ به د سرو زرو ټكو ليكلې شي۔ ده ووئيل مونږ به پخپلو اقدارو سودا نه كوٶ٬ مونږ به خپله خاوره د هر ډول تخزيبي كاروائې لپاره د كارولو اجازه ورنه كړو۔ شهريار اپريدي ووئيل مونږ جنګ نه خوښوٶ خو زمونږ د امن خوښي دې كمزوري اونه ګڼلې شي٬ قامي سلامتيا وړومبنۍ ترجيح ده په دې به هېڅ ډول سودا اونه كړو ٬ ده ووئېل د هندي الوتكو ړنګولو نه دا واضح پېغام وركړې شوې چې هند دې زمونږ د جېلنج كولو جرات اونه كړي۔ ده ووېيل ميډيا د رياست څلورمه ستن ده ٬ دې لپاره ميډيا له د حالتو په نتاظر كښې مناسب رپورټنګ پكار دے٬ بايد خبريال د خپلو قامي مفاداتو پحقله فكر وكړي او د چا ذاتي اېجنډې لپاره په دې سمجهوته نه ده پكار ٬ ده ووئېل د ميډيا صنعت يوازې ګټې لپاره نه دې پكار ٬ مونږ له په عملي توګه داسې پاليسۍ جوړولو ته اړتيا ده چې ورسره مونږ د خپلې خوښې مقاصد ترلاسه كړې شو۔۔ د كنفرنس ته په نور پېنلسټس كښې د نېشنل ډيفنس پوهنتون امريكې ډاكټر حسن عباس٬ د ورځپاڼې ډان اېډيټر ظفر عباس٬ سينئر خبريالې قطرينه حسېن او مېنجنګ اېډيټر انډېپنډېټ اردو هارون رشيد شامل وو
متعلقہ مضامین
-
Preparations for Pakistan Day Parade finalized
-
Pakistan Day ladies golf tournament tees off at Rumanza
-
Complaint resolution primary moto: ombudsman
-
Outcome of no-confidence motion to be in favour of PM: Khawar
-
Priyantha Kumara case adjourned till March 24
-
Pakistan day observed in northern Sindh
-
Traders stage rally to celebrate Pakistan Day
-
ANF recovers drugs
-
Pakistan, Africa to cooperate in diverse fields: Qureshi
-
UK-Pakistan Business Council urges exporters to reap maximum benefits from GSP Plus
-
Come out on March 27 for sake of democracy, country’s future: Qureshi urges people
-
1731 power pilferers nabbed during March