ملتان ۔31 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي وزيراعظم عمران د ډيل قائل دې او نه ډھيل ته تيار دې۔ هغه وائي د قانون ترمخه چارې بايد مخ په وړاندې لاړې شي۔ نېب يوه خپلواكه اداره ده ٬ هغه د ټولو د احتساب اختيار لري۔ نېب د مسلم ليګ ٬ پيپلز ګوند او د تحريك انصاف په شمول د ټولو ګوندونو د كوم فرق نه غېر حساب وكړو او حكومت په دې معامله كښې كوم ډول لاس وهنه نه كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير زياته كړه چې پاكستان دا مهال نازك وخت څخه تېرېږي۔ ما وړاندې هم وئيلي وو او اوس هم وايم چې هند د پاكتسان د يوازې كولو هڅه كوي۔ د اېف اے ټي اېف ګرے لسټ څخه پاكستان بلېك لسټ ته د ټېله كولو هڅې كولې شي۔ ده ووئيل زه بلاول بھټو شهباز شريف دواړو ته وئيل غواړم چې مونږ سياسي اختلافات لرو او وي به ولې د موجوده صورتحال غوښتنه دا ده چې مونږ د هېواد په ګټه كښې د تنګ نظرۍ څرګندونه ونكړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان تېره ورځ ګھوټكي كښې يوې لويې اولسي غونډې ته خطاب وكړو۔ دغلته د مخالفې ډلې غړو ده ته ووئيل چې د سندھ حكومت دوئي سره ناوړه سلوك كوي۔ د پی پی حکومت سندھ كښې د اسمبلۍ خپلو غړو ته ددوئي حلقو له د 20 ٬ 20 كروړه روپو فنډز وركړې دي ولې اپوزيشن ته ئې هېڅ وركړې نه دي۔ دغسې بېنظير انكم سپورټ پروګرام هم په سم ډول كارولې نه شي۔ خارجه وزير ووئيل د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په سروے هم اعتراضونه وكړې شول۔ مونږ چې د بې وزلۍ ختمولو له د احساس په نامه كوم پروګرام پېل كړې دې دې لپاره به بيا سروے كولې شي۔ د بېنظیر انکم سپورت پروګرام نامې بدلولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل دا يوه قانوني مسئله ده۔ بياهم په ذاتي توګه زه ددې نامې د بدلولو په حق كښې نه يم۔ نامه هېڅ نه وي اصل كښې خو كار ته كتلې شي۔ د پېټرول په نرخ كښې د اضافې په اړه ده ووئيل په نړيوالۍ منډۍ كښې د پېټرولو په نرخ كښې د زياتوالي اغېز په پاكستان هم راځي۔ ده ووئيل غواړو چې داسې ګامونه پورته كړو چې ورسره په اولس بوج نه پرېوزي۔ خارجه وزير ووئيل سوئيلي پنجاب نعره نه بلكې ضرورت دې۔ نن د 12 كروړه اولس صوبه چلول ممكن نه دي۔ مونږ د سوئيلي پنجاب نعره پورته كړې نه وه بلكې ددې سيمې مسئلې مو حل كول غوښتل
متعلقہ مضامین
-
Urgent strategy demanded to control climate change
-
Nation will seek justice if I am killed: Imran
-
LHC grants bail to Asif Hashmi in record tampering case
-
‘Invest in Pakistan’ Forum-2022 held in Silicon Valley
-
References against Gilani, Rubina Khalid adjourned
-
Bomb-hit boy asks for help from dead mother
-
UNDP, CDA launch mega solid waste management project
-
IHC seeks comments from ECP, political parties on PTI’s appeal
-
NA body suggests formulation of national policy on open distance learning
-
Bilawal reaches US on a three-day official visit
-
Miscreants would not be allowd to ruin Karachi’s peace: PM
-
Posters appear demanding release of Yasin Malik, other Hurriyat leaders