اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېتۍ غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم آفس كښې وشوه۔په غونډه كښې د دفاع وزير پروېز خټك٬د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه٬د قانون وزير محمد فروغ نسيم٬د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امين ګنډا پور٬ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن زبير محمود حيات٬د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نيول چيف اېډمرل ظفر محمود عباسي٬چيف آف ايئر سټاف چيف مارشل مجاهد انور خان٬آټارني جنرل انور منصور خان٬د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حافظ حفيظ الرحمان٬ډي جي آئي اېس آئي لېفټيننټ جنرل سيد عاصم منير احمد شاه٬ډي جي آئي اېس پي آر ميجر جنرل آصف غفور٬ډي جي اېم او ميجر جنرل نعمان ذكريا او وفاقي خارجه چارو٬داخله٬قانون٬كشمير او نېشنل سېكورټي ډويژن سېكترانو ګډون كولو۔په غونډه كښې په منطقه كښې د شويو اوسنو بدلونونو په تناظر كښې په جيوسټرټېجك انوائرمنټ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې د دې عزم پخلې وشو چې پاكستان به د سيمه ايز امن او استحكام لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔په غونډه كښې د هېواد اقتصادي مسئلو اوږدې مودې او كوټلې حل لپاره په روانو هڅو بحث كولو سره د دې هڅو بشپړه د ملاتړ پخلې وكړې شو۔كمېټۍ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان په اصلاحات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ګلګت بلتستان اولس په خاص توګه ځوانانو ته د پريكړو كولو په عمل ته دې پام لرنه وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
Sherry underlines little recognition of persistently growing inequality throughout world
-
Electoral reforms: NA passes Elections (Amendment) Bill-2022
-
PTI’s march increases pollutants’ ratio in Islamabad: PakEPA
-
Unregistered wildlife breeding facilities termed illegal
-
PM resolves to transform Pakistan into an economic power
-
‘Is it bad that I chose my dog over my girlfriend?’
-
100pc anti-polio target achieved in Kasur
-
KP Assembly approves four bills
-
Missing persons: IHC orders notices served to Musharraf, succeeding PMs
-
Be prepared for Azadi March phase II: Imran
-
ECP submits comments in PTI foreign funding case
-
Pakistan firmly committed to its principled stance on Palestine: Marriyum