اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې به د 10 اربه ونو نال كولو هدف ترلاسه كوو٬ په اوسني دور كښې د سياسي كچرې پاكولو٬ د كراچې او ټول هېواد سړكونه د كچرې نه د پاكولو كار روان دے٬ د كشميريانو مقدمه به په هر ځائ كښې وړاندې كوو٬ د ټول هېواد په لويو لارو د شينې لارې په نوم د ونو نال كولو كمپائن پېل كړے شوے۔ وفاقي وزير دا خبرې د اتوار په ورځ په مندره كښې د كلين او ګرين پاكستان پروګرام دستورې ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ په دې موقع د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د اېن فائيو د ونو نال كولو د كمپائن پرانسته هم وكړې شوه۔ وفاقي وزير ووئيل چې نن د پوليسو د شهيدانو ورځ ده٬ د پاكستان وسله وال ځواكونه د پولو ساتونكي دي او ورسره د پوليسو ځوانان په پاكستان كښې دننه د امن او امان بحالې لپاره ځان قربانوي۔ مونږ د دوي قربانيو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو۔ وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې به د 10 اربه ونو نال كولو هدف ترلاسه كوو٬ په اوسني دور كښې د سياسي كچرې پاكولو٬ د كراچې او ټول هېواد سړكونه د كچرې نه د پاكولو كار روان دے٬ د كشميريانو مقدمه به په هر ځائ كښې وړاندې كوو٬ د ټول هېواد په لويو لارو د شينې لارې په نوم د ونو نال كولو كمپائن پېل كړے شوے۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار ملك امين اسلم ووئيل چې په نړيواله كچه د كلين او ګرين كمپائن ډاډګېرنه شوې۔ ونې نال كولو سره مونږ راتلونكي نسلونه محفوظ كولې شو۔ ده ووئيل چې وزيراعظم به د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د ونو نال كولو د كمپائن پرانسته كوي۔
متعلقہ مضامین
-
PACF’s mission to assist quake-hit Afghan people continues
-
NA slams Canadian MP’s statement against COAS
-
China comes out to offer support to Pakistan
-
Registration for PM’s life-saving CPR training programme opens
-
PML-N to win by-elections with public support: minister
-
PHIMC signs agreement on health facility program
-
Stranded cargos: LCCI president jumps-in to rescue importers
-
Pakistan not in isolation, says minister
-
Another earthquake jolts Islamabad, surroundings
-
‘Thori Life Thori Zindagi’ being screened for free in Murree
-
Petition filed in court against likening politicians to donkeys
-
CPC thanks COAS for security to Chinese