اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قومي ادارو په ضد د عمران خان د كمپائن سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان د قومي ادارو ګټو سره لوبې كوؤنكو له به قانون ته ځواب وركول وي ، سازشي د اولس نه وروستو اوس د ادارو ترمينځه انتشار رامخې ته كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د قومي ادارو په ضد د عمران خان د كمپائن سخته غندنه كړې۔ وزیراعظم ووئيل په غلا كښې نيولې شوې غل اوس ادارې بدنامولو سره د خپل جرم د سزا نه بچ كېدل غواړي۔ وزیراعظم ووئيل په سفارتي سائفر كښې ردوبدل كولو سره قومي سلامتيا سره لوبې وكړې شوې٬ قانون ته خو به مخامخ كېدل وي۔ د پاكستان قامي ګټو سره لوبې كوؤنكي له به قانون ته ځواب وركول وي۔ وزیراعظم ووئيل قانون ټولو لپاره برابر دے۔ ده پوښتنه وكړه چې د مقبول كېدو مطلب قانون څخه بالاتر كېدل څنګه كېدې شي؟ ده زياته كړه چې د عمران خان آډيو ليكس د پاكستان د ګټو په ضد يو سنګين سازش په ډاګه كړې دې۔
متعلقہ مضامین
-
President for raising awareness about breast cancer
-
Accountability court summons CM Sindh on 7 October
-
Pakistan playing significant role for world peace: Farrukh
-
21 year old boy got killed in front of his father for resisting robbery
-
PM Imran will meet Pakistan’s T20 World Cup squad tomorrow
-
First ‘Asan Insaf Markaz’ establishes in Peshawar Hayatabad PS
-
Car loans hit record high of Rs 326 billion in August
-
PAF trainer aircraft crashes near Mardan
-
Iranian CG discusses possibilities of joint venture during KU visit
-
Covid-19 national tally of active cases drops below 62,000
-
CTP adopts ‘no vaccination, no driving license’ policy
-
Permitting Nawaz to travel abroad was a mistake: Sh Rashid