لاهور 25 دسمبر (اے پي پي) د اقتصادی او سیاسی چارو وفاقی وزیر برائے سردار ایاز صادق وئيلي دي چې محمد نوازشریف به ډير زر هېواد ته راستون شي،ټولټاكنو كښې به مسلم لیګ (ن) زيات اکثریت سره کامیابی ترلاسه كړي، کرسمس په موقع مسیحی ورورولۍ له مباركي وركوم، مونږ له د پاكستان مؤسس قائداعظم محمد علی جناح په فرمودات عمل كولو ته اړتيا ده،جنوری كښې به مسلم لیګ (ن) پنجاب كښې خپل حكومت جوړ كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ خپله حلقه انتخاب یونین کونسل 147 تاجپورہ كښې غونډي ته وينا او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔سردار ایاز صادق ووئيل تاجپورہ كښې چې كله هم د برېښنا مسئله زيات سنګين وه هغه وخت زمونږ ګوند په اپوزیشن كښې ؤ خو مونږ د دې ځائې مسئلې په سمدستي توګه حل كړې دي او په سيمه كښې مونږ ګڼ شمير ټرانسفارمرز لګولې دي۔ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې پرمختيائي فنډز د اولس په بنيادي ضروریات خرڅ كړې شي۔ده ووئيل نن د حضرت عیسی علیه السلام او د پاکستان مؤسس قائداعظم محمد علی جناح د زيږدني ورځ سره سره زمونږ د قائد نوازشریف د زيږدني ورځ هم ده كومه چې زمونږ لپاره لوئ اهميت لري۔ده ووئيل زه د کرسمس په موقع پر مسیحی ورورولۍ له مباركي وركوم او هيله لرم چې اقلیتی ورورلي به د هېواد په پرمختك كښې په زړه پوري برخه واخلي۔په دې موقع ميډيا سره د خبرو په مهال د يوې پوښتني په ځواب ایاز صادق ووئيل هيله لرم چې جنوری كښې به مسلم لیګ (ن) په پنجاب كښې خپل حکومت جوړ كړي او مونږ به په اپريل كښې بلدیاتی ټاكني كوو۔ده ووئيل ټولټاكني به په خپل وخت كېږي، زر ټاكني خواب ليدونكي دې خپل خواهش په زږه كښې وساتي۔
متعلقہ مضامین
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
Sindh govt responsible for hike in sugar, flour prices: Fawad
-
213 minority worship places renovated in Balochistan
-
101,447 skill scholarships,16,617 business loans given to youths: PM told
-
Pakistan most vulnerable to climate change: Mushahid
-
All to get health cards in Punjab by March: Yasmin
-
CTD arrests four terrorists of BLA, TTP in Karachi raid
-
Pakistan, Korea possess great potential in tourism, agriculture and trade sectors: Korean Ambassador
-
References against Zardari, Ahsan Iqbal adjourned
-
Farrukh asks PML-N to stop shedding crocodile tears
-
World lone Gandhara Art Museum reopens for public, tourists
-
Chinese vaccines Sinopharm, Sinovac approved for children above 12 years