اسلام آباد16جنوری (اے پی پی)د مسلم ليګ(ق)صدر چوهدري شجاعت حسېن د پنجاب پخواني وزيراعلٰی چوهدري پروېز الهي د پارټۍ ركنيت معطل كړے او مونس الهي٬حسېن الهي او كامل علي آغا ته شوكاز نوټس جاري كړے شوے ۔د مسلم ليګ(ق)بېړنۍ غونډه د چوهدري شجاعت حسېن په مشرۍ كښې وشوه۔د مسلم ليګ(ق)سېكرټري جنرل طارق بشير چيمه٬سالك حسېن هم په غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې د چوهدري پروېز الهي لخوا تېره شپه د وركړی شوي بيان نوټس واخستلې شو٬د بيان جاج اخستو نه پس د هغه د ګوند ركنيت معطل كولو پريكړه شوې۔د مسلم ليګ(ق)په غونډه كښې د پروېز الهي ركنيت معطل كولو سره په 7 ورځو كښې دننه ځواب غوښتلے شوے او موقف اختيار كړےشوے چې صوبائي صدر پارټي په تحريك انصاف كښې ضم كولې نه شي٬ دغسې پارټۍ چوهدري پروېز الهي ته شوكاز نوټس جاري كړے ۔د مسلم ليګ ق سېكرټري جنرل مونس الهي٬حسېن الهي پشمول سېنېټر كامل علي آغا ته هم نوټس جاري كړے شوے ۔په نوټس كښې وئېلې شوي كه هغوي كوم بل ګوند ته ځي نو استعفي سره دې لاړ شي٬چوكۍ ستاسو سره د ګوند امانت دي ٬كه چرې هغوي استعفي نه شو نو ډي سيټ كولې به شي خپل پوزېشن دې سمدستي واضحه كړي
متعلقہ مضامین
-
Lawyers stage sit-in in IIOJK; demand return of martyrs’ bodies
-
Students to be taught ‘complete syllabus’ this year: Shafqat
-
Overseas Pakistanis can now hold govts accountable: PM
-
Man arrested for looting people in name of Hajj, Umrah packages
-
Shafqat lays foundation stone of NCA graduate block
-
New hacker group from India targeting defense units in China and Pakistan
-
Church leaders laud Hungarian support for higher education of Christian students
-
New York property case: IHC extends Zardari’s interim bail
-
ANF seizes 2285 kg drugs valuing US168 mln dollars, arrests 30 peddlers
-
Shaukat Tarin admits that govt delayed the purchase of gas cargoes
-
ITP directed for smooth traffic flow in peak hours
-
Tahirul Qadri dials Pervaiz Elahi to inquire Ch Shujaat’s health