اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې عزم څرګندونه كړې چې هېواد څخه د قاچاق لعنت تر خاتمې به په قلاره نه كېښنم٬ يو څو بلېك شيپس به د هېواد زرمبادله او د وګړو حق تروړلو ته نه پرېږدم٬ د قاچاق مخنيوي لپاره د وزيراعظم په مشرۍ كښې سټيئرنګ کمېټي جوړه كړې شوې ٬ داخله وزير رانا ثناء الله دې په سمدستي توګه د خېبرپښتونخوا او د بلوچستان دوره وكړي او انتظاميې سره په ګډه دې د اړوندو چارواكو د كاركردګۍ جاج وړاندې كړي٬ په قاچاق كښې د ككړو يا د دې په مخنيوي كښې د سستۍ نه كار اخستونكي افسران دې برطرف كړے شې او د هغوي په ضد دې محكمانه كاروائي وكړې شي٬ د سمګلنګ د هڅو په مهال د ضبط شوي مال د جانچ پړتال نه پس دې اصل تورن د عدالت منګولو ته وسپارلے شي، د قاچاق د مخنيوي د عدالتونو شمېره او د كار استعداد دې زيات كړے شي او دغلته دې زر پرېكړې او سختې سزاګانې باوري كړې شي٬ په دې دهنده كښې ككړ د مل مالكان ٬ ډيلرز او د ګودام مالكان دې انصاف سره مخ كړے شي، سپارکو دې د سمګلنګ هلو ځلو په سيټلائټ نګرانۍ كښې معاونت وكړي،د قاچاق مخنيوي لپاره هڅې كوٶنكو د قانون نافذ كوٶنكو ادارو ستړې د ستائنې وړ دي ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د غنمو٬ يوريا او د چينو قاچاق مخنيوي لپاره د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو رانا ثناء الله، سيد مرتضيٰ محمود، طارق بشير چيمه، د وزيراعظم سلاحكار احد خان چيمه، د حساس ادارو مشرانو، اړوندو لوړ پورو او د قانون نافذ كوونكو ادارو نمائندګانو ګدون كولو۔ غونډه په هېواد كښې پولو ته په نزدې ضلعو او په صوبائي پولو د قاچاق د كاروائيو مخنيوي په اړه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول د بلوچستان په پوله ايزو ضلعو كښې د اېف بي آر او قانون نافذ كوونكو ادارو د شريكو پوستو شمېره لس ته رسولې شوې او د پوائنټ پټرولنګ پحقله هم آګاه كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول څو اوونۍ وراندې خضدار څخه 6 زره ټنه نه زيات د سمګلنګ څيزونه قانون نافذ كوونكو ادارو قبضه كړي دي، يوازې د تېرې يوې اوونۍ په مهال د ضبط كړو څيزونو مقدار 4342 ټن دے ٬ غونډه د حساس ادارو لخوا د قاچاق په سهولت كارۍ كښې د ككړو افسرانو د اخوا كولو او د شهرت لرونكو افسرانو د تعيناتۍ پحقله هم خبر كړې شوه۔ په دې موقع وزيراعظم د سمګلنګ مخنيوي لپاره د قانون نافذ كوونكو او د حساس ادارو د اهلكارو د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل د لوي څښتن په كرم او د حكومت د هلو ځلو په نتيجه كښې سږ كال د تېرو لسو كالو په نسبت د غمنو زيات پېداوار تر لاسه شوے٬ د سېلاب او بارانونو باوجود د كروندګرو د محنت او د حكومت د ستړو له امله په پېداوار د هېواد اولس حق لري ، ده ووئېل قاچاقبر به هېچرې د هېواد اولس لپاره ستونزې پېدا كولو ته نه پرېږدم، حکومت راتلونكې كال لپاره د غنمو د دې نه هم د زيات پېداوار منصوبه لري، حکومت كروندګرو ته راتلونكي فصل لپاره د يوريا د تعطل نه غېر وركړې لپاره په جامع منصوبه بندۍ عملدرامد پېل كړے ، ده ووئېل په شپه ورځ محنت به يو ځل بيا پاكستان د غنمو برامد كونكے هېواد جوړوٶ٬ د غنمو٬ يوريا او چينۍ قاچاقبرو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي او دوي ته دې سختې سزاګانې وركړې شي٬ په دې دهنده كښې ككړ يو كس دې هم پرې نه ښودلے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Salt Group, Fly Avi Zone ink MoU
-
IHC adjourns plea seeking formation of commission in ex-CJ Nisar’s audio tape case
-
Thousands reach Larkana to mark Benazir’s death anniversary today
-
Snow leopards flourishing due to ‘strict policies’ of PTI: PM Imran
-
Pakistan takes 15 million doses of Covid vaccine from ADB
-
India trying to teach patriotism to IIOJK people by using guns
-
Latest tools to be used for upcoming digital census: experts
-
Afghan instability to be catastrophic for world
-
Disruption of Christmas gatherings shows real face of fascist India: Alvi
-
Govt will bring back Nawaz though he does not want to: Fawaz Chaudhary
-
Pakistan foreign policy must respond to shifting trends: Qureshi
-
NRA And The Road Ahead