اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې په تېر دور كښې هېنډ پمپ لګولو سره تشهير شوې٬ د بالټي، ډبي او د غوړو ډبي شاته پټېدو سره عدالت ته تلونكے اولس سره سترګې نشي لګولې٬ وزيراعظم په 15 مياشتو كښې د پرمختيائي منصوبو جال خپور كړې٬ معاشي بدحالي يۍ په معاشي استحكام كښې بدله كړې، د بھاره کهو بائي پاس منصوبه يو غېر معمولي كار دے ٬ د دې منصوبې په بشپړېدو به د ګلياتو٬ كشمير او مري اولس تل وزيراعظم ته دعاګانې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د زيارت په ورځ د بھاره کهو بائي پاس منصوبې پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف، حنيف عباسي، طارق فضل چوهدري او د سي ډي اے چيئرمېن پشمول نور هم موجود وو۔ وفاقي وزيرې ووئيل په كال 2018 كښې مونږ په هېواد كښې د پرمختګ سفر پرېښې ٶ٬ د هېواد معيشت 6.3 فيصده شرح سره ترقي كوله او كله چې مونږ په كال 2022 كښې بيا اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد معاشي بدحالۍ سره مخ ٶ٬ وزيراعظم شهباز شريف شپه او ورځ خواري كولو سره د پاكستان اولس ته ريليف وركړې او معاشي بدحالي ئې په معاشي استحكام بدله كړه۔ دې ووئيل شهباز شريف چې كله د پنجاب وزيراعلی ٶ نو ده په پنجاب كښې د سړكونو جال خپور كړې ٶ٬ روغتونونه ئې جوړ كړي٬ پوهنتونونه ئې جوړ كړي٬ په سوئيلي پنجاب كښې ئې پرمختيائي منصوبې پېل كړې٬ نو ھغه وخت مونږ ووئيل چې داسې لېنډ سكېپ په اسلام آباد كښې ولې نشي كېدې۔ وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم هغه كار كړې چې ټول عمر به د ګليات، کشمير او مري خلق دوي ته دعاګانې كوي۔ دې ووئيل د لس مياشتو په لنډه موده كښې دا منصوبه ترسره شوې ده۔ وفاقي وزيرې ووئيل كله چې نواز شريف وزيراعظم ٶ نو ھغوي سرينګر هائي وے، اسلام آباد ايکسپريس وے، مري ايکسپريس وے او ايئر پورټ جوړ كړو٬ دغه تسلسل جاري ساتلو سره وزيراعظم شهباز شريف اقتدار ترلاسه كولو سره په وړومبو 15 مياشتو كښې بليو بس٬ اورنج بس او مېټرو بس سروس پېل كړې،نن په اسلام آباد كښې داسې روټ نشته كوم چې پېنډۍ٬ مري او اسلام آباد يو بل سره نه تړي٬ نن تر ايئرپورټ د مېټرو بس د لارې آسان مزل كېږي۔ دې ووئيل د اسلام آباد هر وګړې، هر زده كوٶنكې او هر مزدور سره د مېټرو بس صورت كښې د عزت سورلي موجود ده۔ وفاقي وزيرې ووئيل په تېر دور كښې هېنډ پمپ لګولو سره تشهير شوې٬ د بالټي، ډبة او د غوړو ډبي شاته پټېدو سره عدالت ته تلونكي اولس سره سترګې نشي لګولې٬ دوي په څلورو كالو كښې هېواد معاشي تباهۍ سره مخ كړې ۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت په پنځلس مياشتو كښې د پرمختيائي منصوبو جال خپور كړې، پاکستان د ديواليه كېدو نه بچ كړې شوې٬ د پاكستان ماس ټرانزټ نظام يا كومه بله پرمختيائي منصوبه٬ دا د پاكستان اولس لپاره د وزيراعظم د نيت او خدمت عكاسي كوي
متعلقہ مضامین
-
DC for timely completion of ongoing uplift projects
-
CM terms Health Card PTI’s historic initiative
-
Govt taking all possible steps to attract investors: PM
-
Yunnan province cooperates with Pakistan to boost wheat production
-
When will we say no to child labour
-
Senate passes SBP bill amid protest
-
Blood of martyrs will not go waste: COAS
-
Gill lauds Lahore police for nabbing killers of journalist
-
Afghan soil won’t be used against Pakistan: Taliban
-
Yousuf Raza Gilani resigns as senate opposition leader
-
No price increases for petroleum products: Shahbaz Gill
-
Foreign climbers reach K2 base camp to attempt winter summit