اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ هېواد كښې د پوليو په كيسونو د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئېلي دي دا زمونږ لپاره د فكر وړ خبره ده چې د ټولې نړۍ څخه د پوليو خاتمه شوې خو په پاكستان او افغانستان كښې دا وائرس اوس هم موجود دے٬د پوليو مخ نيوي په اړه دې راتلونكې كال بېړني پلان جوړ كړے شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د پوليو مخ نيوي ټاسك فورس جائزې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د صحت نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان٬د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)ارشد حسېن شاه٬ د نېشنل ټاسك فورس اعلٰی چارواكي٬چيف سېكريټريز٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو استازو او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون كولو ۔وزيراعظم د پوليو كيسونو په اوسني رپورټ د تشويش څرګندونې كولو سره ووئېل دا زمونږ لپاره د فكر وړ خبره ده چې د ټولې نړۍ څخه پوليو خاتمه شوې خو په پاكستان او افغانستان كښې اوس هم دا وائرس موجود دے ۔دغسې وزيراعظم د پوليو مخ نيوي لپاره راتلونكې كال د ايمرجنسي پلان جوړولو هدايت وكړو ۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د پوليو وائرس په اړه دې هائي رسك يونين كونسلو كښې په بېړني بنيادونو جامع پروګرام پېل كړے شي۔ده سپارښتنه وكړه چې په دې سيمو كښې دې انجیکټ ایبل پولیو وائرس د معمول اميونائيزېشن پروګرام سره وتړلے شي۔وزيراعظم د پوليو ويكسي نېشن په اړه د مانيټرنګ نظام لا ښه والي او په دې لړ كښې د جديدې ټېكنالوجۍ كارولو هم سپارښتنه وكړه ۔دغس ې وزيراعظم پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ او ډوېلپمنټ پارټنرز كردار وستائېلو۔ده ووئيل د كوپ 28 په مهال د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګيټس سره په ملاقات كښې د پوليو خاتمې له د مرستې لا زياتولو په اړه اتفاق راغلے ؤ ۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې علماﺀ٬استاذان٬مو او پلار پشمول ټول سټيك هولډرز د پوليو مخ نيوي خبرتيا په كمپائن كښې شامل كړئ۔ده ووئيل د پوليو ويكسين د ماشومانو صحت٬روزنې او سباؤن لپاره ډېر مهم دي۔ده ووئيل د هېواد د ماشومانو محفوظ او صحتمند سباؤن لپاره د ټولنې هر كس له د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې كردار ادا كول پكار دي۔ده سپارښتنه كړې چې د پوليو مخ نيوي كښې د علماﺀ په مهم كردار دې علماﺀ كنونشن وكړے شي۔وزيراعظم د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال د پوليو وركرز امنيت لا ښه والي او فول پروف جوړولو سپارښتنه هم وكړه ۔غونډې ته ووئيل شول په ډېره اسماعيل خان هائي رسك زون كښې خاص پوليو هېلت كيمپس جوړ كړے شوے٬بنو٬لكي مروت او ټانك سيمو كښې د پوليو هېلت كيمپس جوړولې شي۔غونډه خبر كړې شوه چې د پوليو مخ نيوي اوسنو كمپائنونو كښې تراوسه 44 ملين ماشومانو ته ويكسي نېشن شوي ۔غونډې ته ووئيل شول د پنجاب٬بلوچستان پشمول ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير پوليو فري دي او د جنوبي خېبرپښتونخوا ځينې يونين كونسلز پوليو څخه زيات متاثره دي ٬دغسې د دې نه علاوه په غېر قانوني توګه مېشته افغان وګړو ستنېدو عمل كښې پېښور٬نوښار او د چمن ریپیټری ایشن مركزونو كښې د پوليو ډلې خذمات ترسره كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Maryam Nawaz pays tribute to martyred Policeman
-
China Culture Center in Pakistan celebrates 7th anniversary
-
Five girls abducted from Faisalabad
-
SC allows Czech model to fly abroad in smuggling case
-
SBP autonomy law to be reversed: Kh Asif
-
Shadab Khan urges authorities to protect children
-
NUMS to focus on advanced research & development of medical sciences
-
Earth Day celebrated
-
Pakistan strongly condemns use of tear gas against worshippers in Al-Aqsa mosque
-
Thousands of names to be put off ECL
-
PTI files plea in IHC against ECP’s ‘bias’
-
Pakistan trashes Indian propaganda over Kartarpur corridor