اسلام آباد 15 جنوري )اے پي پي)د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان ګلوبل هېلت سمټ كښې د كرغزستان پلاوي هركلي كولو سره وئېلي دي نړۍ د وباګانو څخه ساتلو لپاره موثر اقدامات باوري كوو٬د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د روغتيا په څانګو كښې اړيكې قوي كولو لپاره عزم لرو٬په پاكستان كښې د داروګانو رسنې لپاره فارماپاك جوړوو۔د روغتيا وزارت لخوا د ګل په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه دوي د ګلوبل هېلت سكيورټي سمټ سائيډ لائن كښې د كرغزستان روغتيا وزير سره د ملاقات په مهال كړی۔دغسې ده ګلوبل سمټ كښې د كرغزستان پلاوي په ګډون مننه كړې۔ده ووئيل نړۍ د فشار څخه ساتلو لپاره موثر اقدامات باوري كوو۔په دې موقع د كرغزستان روغتيا وزير د ګلوبل هېلت سكيورټي سمټ پاكستان كښې كول بې مثاله وګرځولو ٬ ده ووئېل پاكستان نړۍ د رنځونو څخه ساتلو لپاره په يو پليټ فارم رايوځاې كړې۔ډاكټر نديم جان ووئيل په پاكستان كښې د داروګانو رسنې لپاره فارماپاك جوړوو٬د ټرانسفر آف ټېكنالوجي د لارې ماليكيول جوړوو۔ نګران وفاقي وزير ووئېل په پاكستان كښې د فارماسيكټر بنياد مهم اقدامامت دي ۔د كرغز روغتيا وزير ووئيل پاكستان فارماسيكټر كښې ښه تجربه لري ٬مونږ د دې څخه ګټه پورته كولې شو۔دغسې د كرغز روغتيا وزير په ملاقات كښې د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې اړيكو قوي كولو له د عزم څرګندونه وكړه ۔د ملاقات په مهال د روغتيا دواړو وزيرانو د طبي تعليم په اړه مرستې ته د ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كولو سره ووئېل 12 زره پاكستاني زده كوونكي د كرغزستان په بېلو پوهنتونو كښې زده كړې كوي٬ كرغز وزير په ملاقات كښې د طبي تعليم لپاره په اېم يو يو جوړوول هم اتفاق وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Ulema for action against miscreants for violating sanctity of Masjid-e-Nabvi
-
Administrator focused to streamline drainage network
-
Sharjeel vows all out efforts for timely completion of BRT Red Line project
-
Man shoots uncle, cousin dead in Lahore
-
World silence over desecration of shrine in IIOJK regrettable: Mushaal
-
SSGC stops gas supply to Sindh for three days
-
Four Pakistanis died in Italy road accident
-
Nestle Pakistan hands over PM a donation of 60k litres water for flood-hit Afghans
-
IHC directs NA speaker to review social media laws drafted by PTI
-
Confrontational politics badly damaging political culture: ANP chief
-
Govt to focus on youth in Budget 2022-23: Ahsan Iqbal
-
President writes to CJP to form judicial commission for probe into regime change conspiracy