اسلام آباد۔23اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ټېکس مقدمو کښې د قصدي ځنډ نوټس اخستلو سر ه د چيف کمشنر ان لېنډ ريونيو اسلام آباد او هغه سره د اړوند نورو ټولو افسرانو د معطلۍ او انکوائرۍ امر كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اسلام آباد چيف كمشنر ان لېنډ ريونيو او ورسره اړوند ټول افسران معطل كولو سره د فوري انكوائرۍ امر كړے دے۔ لکه څنګه چې دې څخه وړاندې وزيراعظم د حکومت ذمه وارۍ سنبالولو سره د اېف بي آر اصلاحاتو د زر او په فوري توګه د نافذ كولو هدايات جاري كړي وو او په خپله يۍ د دې عمل د نګرانۍ پرېكړه كړې وه۔ د بيان له مخې په ټېكس ټربيونلز كښې دا مهال د حكومت د سوؤنو اربونو روپو د كېسونو سماعت روان دے٬ وزيراعظم د دې زر تر زره ترسره كولو له د پاکستان چیف جسټس ته خواست كړے دے۔ په دې وروستيو كښې وزيراعظم په اسلام آباد كښې د اېف بي آر وكيل لخوا په عدالت كښې د دې ډول يو كېس په تاريخ كښی د تاخير د استدعا نوټس واخست۔ د بيان له مخې وزيراعظم اړوندو چاروكو ته په فوري توګه د پېښې د انكوائرۍ هدايت هم وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د قومي خزانې سوؤنه اربه روپۍ د قانوني شخړو دلاسه بندې پرتې دي٬ په دې لړ كښې به هېڅ ډول بې پرواهي او كمې قبلولې نه شي۔ ده ووئيل خپل اولس سره د كړي لوظ له مخې په ټېكس نظام كښې د اصلاحاتو په خپله نګراني كوم۔ ده زياته كړه چې د هېواد او قوم يوه يوه پېسه بچ كولو او محصولات زياتولو له به شپه او ورځ كار كول وي۔
متعلقہ مضامین
-
Khursheed Shah hopes current rain spell to increase water level in dams, rivers
-
ANP Punjab laud efforts for removing Pakistan from FATF grey list
-
Cash-starved HEC doles out bonuses worth millions to blue-eyed staff
-
Grade-12th English paper leaked in Nawabshah
-
US dollar smashes Pakistan rupee with a historic mark
-
Currency rates of NBP
-
SHC orders demolition of new structures at Frere Hall
-
Kashmir and Gilgit Baltistan budget revised: Kaira
-
Five die as coach hits rickshaw in Mardan
-
Young woman shot dead
-
Sindh, Centre decide to remove all nags to start mega projects
-
Man kills, several injured during LG Polls in Sukkur