نارووال ،27 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې وزیراعظم د 8 اربه روپو په لګښت نېشنل نیوټرېشن پروګرام پېل كړدے دے چې ورسره به په غذائيت كښې د كمي په مسئله قابو وموندلے شي۔ ده په نارووال كښې وګړو لپاره د څښلو پاكو اوبو سهولت پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ ده د ناروال اولس لپاره د دې سهولت په برابرولو د نېسلے پاكستان لمټېډ مننه وكړه۔ ده ووئيل زمونږ په هېواد كښې د څښلو د پاكو اوبو كمې د هېپاټائټس خپرېدو په سببونو كښې شامل دے۔ وزیراعظم د 8 اربه روپو په لګښت نېشنل نیوټرېشن پروګرام پېل كړدے دے چې ورسره به په غذائيت كښې د كمي په مسئله قابو وموندلے شي۔ وفاقی وزیر د کمیونټی انګېجمنټ پروګرام لاندې د نېسلے پاکستان لمېټډ لخوا په پخواني كچهري روډ د پاسپورټ آفس مخې ته د کلین اېنډ سیف ډرنکنګ واټر فېسلټی باقاعده پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دې فېسلټی كښې به روزانه 10 زره كسانو ته 24 زره لېټره صفا اوبه وركولې شي۔ په دې موقعه د نېسلے پاکستان لمېټډ کنټری مېنجر جېسن ایون سینا د كمپنۍ لخوا د کمېونټی انګېجمنټ پروګرام لاندې په ګرد پاكستان كښې د کمیونټی ډوېلپمنټ پراجېکټس په اړه ووئيل۔
متعلقہ مضامین
-
Man caught while stealing railway’s track material
-
IHC extends stay order in IIU member case
-
LWMC issues sanitation plan for Eid-ul-Azha
-
PM orders probe into criminal delay in Gwadar breakwater project
-
Ombudsman resolves hundreds of cases through IRD mechanism
-
Edible oil prices to lower by Rs 100-150: Miftah
-
KP CM agrees to upgradation of PFI to full-fledged university
-
President, PM remember Burhan Wani as a symbol of resistance
-
Rescue-1122 put on high alert to cope with possible flood
-
Civic agencies to ensure cleanliness on Eidul Azha
-
Pervaiz , Durani felicitate nation on eve of Eidul Azha
-
Two persons killed during exchange of fire between two tribes