اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي غير روايتي برآمداتو ته وده وركولو له به ټولې ضروري آسانۍ وړاندې كول باوري كوؤ٬ صنعت کارو او سوداګرو ته د سېلز ټېكس ريفنډ په وخت ادا كول باوري كولو كښې به كوم كمې زغملې نه شي٬ د هېواد نوموړو برآمد كنندګانو صنعتونو لپاره د برېښنا په نرخ كښې د كمي حوالې سره وزيراعظم او د پاكستان حكومت ته خراج تحسين وړاندې كولو سره په حكومتي معاشي پالېسيو د بشپړه باور څرګندونه كړې او حكومت ته يۍ د هرې ممكنه مرستې باور وركړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د هېواد نوموړو برآمد كنندګانو پلاوي په وزيراعظم هاؤس كښی ملاقات وكړو۔ د برآمد کنندګان پلاوي صنعتونو لپاره د برېښنا په نرخ كښې د كمي حوالې سره وزيراعظم او حكومت ته زبردست خراج تحسين وړاندې كولو سر دا صنعتي او برآمدي څانګې له د يخې هوا يو چپه وګرځوله۔ پلاوي په حكومتي معاشي پالېسيو د بشپړه باور څرګندونه كولو سره حكومت سره د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ د پلاوي وېنا وه چې د هېود خزوانې ته زيان رسوؤنكو او ټېكس غلا كوؤنكو ته سزا وركولو كښې حكومت سره يؤ۔ پلاوي سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل برآمدات د هېواد د معيشت د ملا تير حېثيت لري۔ ده ووئيل هېواد به هله پرمختګ كوي كله چې برآمدي څانګه تندۍ سره مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل برآمد کنندګان د احترام وړ دي د هېواد په پرمختګ كښې دوئي مهم كردار ترسره كوي۔وزيراعظم د برآمد كنندګانو ټولې مسئلې فوري حل كولو حوالې سره وفاقي وزيرانو ته پلاوي سره د مشاورت كولو هدايت وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب ، د پټروليم وفاقی وزیر مصدق ملک ، د پاور وفاقی وزیر اویس احمد خان لغاری ، د خزانې وزير مملکت علی پرویز ملک ، د آئي ټي وزیر مملکت شزا فاطمه، سلمان احمد او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Water hits homes, shops as Jhelum lashed by heavy rain
-
KP CM wants leftover DHQ hospitals empanelled on Sehat Card
-
Pakistan’s Aamir Sohail says big bucks ‘good for cricket’
-
ECP receives 13 complaints mostly of clashes
-
Imran Khan again calls for early election after Punjab victory
-
Child drowns into Taleeri canal while crossing bridge
-
Performance of Metropolitan Corporation Quetta during monsoon hailed
-
Govt lost, Nawaz’s ideology has won
-
HEC plans to upgrade ‘blue-eyed’ employees despite members’ concern
-
Pakistan stands with Kashmiris in struggle for self-determination
-
PTI lawmakers being offered up to Rs500m in bribes by PML-N, says Murad
-
Anything can happen on July 22: PML-N